Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفاتحه — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الفاتحه • آیت نمبر 7 (ټولې 7 آيتونه) • پښتو


صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 7
ترجمه:
د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي الفاتحه ۱:۷
تفسیر:
لار د هغو کسانو چې تا پر هغوی باندې انعام (پېرزوینه) کړې ده چې هغوی ته دې هدایت کړی دی؛ لکه انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین او له هغوی سره ملګرتیا څومره ښکلې ده، نه لاره د هغو کسانو چې غضب شوی دی پر هغوی باندې، هغوی چې حق يې وپېژانده خو تابعداري یې نه کوي، لکه یهود، او نه لاره د هغو کسانو چې له حق څخه ګمراهان دي، هغه کسان چې حق ورته نه دی ښودل شوی، ځکه چې دوی د حق او هدایت په غوښتلو کې سستي (کمي) کړې ده، لکه نصاری.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفاتحه • آیت 6 راتلونکې البقره • آیت 1