نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟ یونس ۱۰:۳۲ ⧉
تفسیر:
ای خلکو! دا هغه ذات چې دغه ټول کوي هغه الله حق ستاسو پيداکوونکی دی، ستاسو د چارو تدبير کوونکی دی، د حق له پېژندنې وروسته له لرې والي او ضايع کولو پرته بل څه دي؟؛ نو عقلونه مو له دغه څرګند حقه چېرې تللي دي؟!.