او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه پرته په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته یونس ۱۰:۳۷ ⧉
تفسیر:
دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.