Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 49 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 49 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۚ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ 49
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یو نېټه ده (، نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى نه یوه ګړۍ وروسته كېږي اونه مخكې كېږي یونس ۱۰:۴۹
تفسیر:
ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته د کوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه د کومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته د ګټې او يا د هغه د زيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو د هر هغه امت لپاره چې الله يې د تباهۍ ژمنه کړې ده د هغوی د تباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې د تباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 48 راتلونکې یونس • آیت 50