Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 54 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الْأَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهِ ۗ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ ۖ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 54
ترجمه:
او كه چېرې يقينًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېږي یونس ۱۰:۵۴
تفسیر:
که چیرې د هر مشرک د پاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې د الله له سزا د خلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته د فديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې د قيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 53 راتلونکې یونس • آیت 55