Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 57 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ 57
ترجمه:
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى یونس ۱۰:۵۷
تفسیر:
ای خلکو! بېشکه تاسو ته قرآن راغی په هغو کې يادونه، هڅونه او وېرونه ده، هغه د زړونو د شک او تردد ناروغيو لپاره درملنه ده او د حق لارې ته لارښوونه ده، په هغه کې د مؤمنانو لپاره لورېينه ده؛ نو ترې ګټه اخېستونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 56 راتلونکې یونس • آیت 58