Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 6 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ 6
ترجمه:
بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي یونس ۱۰:۶
تفسیر:
بېشکه پر خلکو د شپې او ورځې پرله پسې راتګ، کومه تياره او رڼا چې له دغو سره مل وي، له هغوی دواړو د يو لنډوالی او اوږدوالی، څه مخلوقات چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، دا د الله پر ځواک د هغه قوم لپاره دلالت کوونکې نښې دي چې له الله څخه د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وېريږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 5 راتلونکې یونس • آیت 7