Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 64 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


لَهُمُ الْبُشْرَىٰ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 64
ترجمه:
د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ بدلول نشته، همدغه ډېر ستر برى دى یونس ۱۰:۶۴
تفسیر:
هغوی لره د خپل پالونکي لخوا په دنيا کې د هغه څه زېری دی چې خوشحاله کوي يې په ښو خوبونو او يا د خلکو لخوا په ستاينه سره، او د پرېښتو لخوا د ارواوو د اخېستو پر مهال زېری دی، له مرګ وروسته او په حشر کې، په هغه څه کې بدلون نشته چې الله یې له هغوی سره ژمنه کړې ده، دغه بدله لويه بريا ده، ځکه په هغې کې د موخې ترلاسه کول دي او له وېرې ژغورل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 63 راتلونکې یونس • آیت 65