Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 83 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


فَمَا آمَنَ لِمُوسَىٰ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَىٰ خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ 83
ترجمه:
نو په موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و یونس ۱۰:۸۳
تفسیر:
قوم د مخ اړولو ټينګه اراد ه کړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته د هغه د قوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او د هغه د قوم له لويانو له خپل ايمانه د اړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که د هغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او د هغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 82 راتلونکې یونس • آیت 84