پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه یونس ۱۰:۸۵ ⧉
تفسیر:
موسی عليه السلام ته يې ځواب ورکړ ويې ويل: يوازې پر الله مو بروسه کړې ده، ای زموږ پالونکيه پر موږ ظالمان مه واکمن کوه، چې د دين په اړه مو په فتنه کې واچوي په سزا راکولو، وژلو او له دين څخه په اړولو.