Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 88 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَىٰ أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ 88
ترجمه:
او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى په زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني یونس ۱۰:۸۸
تفسیر:
موسی عليه السلام وويل: ای زموږ پالونکيه! بېشکه تا فرعون او د هغه له قومه اشرافو ته د دنیا ښکلا او زينت ورکړي دي او هغوی ته دې د دغې دنيا په ژوند کې مالونه ورکړي دي، هغوی ستا په ورکړه ستا شکر نه دی اېستلی، بلکې پر هغو مالونو يې ستا له لارې د لارورکۍ مرسته غوښتې ده، ای زموږ پالونکيه مالونه يې ختم کړه او له منځه يې يوسه، زړونه يې سخت کړه، چې ايمان را نه وړي مګر کله چې دردوونکې سزا وويني چې هغه مهال يې ايمان راوړل ګټه نه ورته رسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 87 راتلونکې یونس • آیت 89