او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي هود ۱۱:۱۱۸ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! که چېرې ستا پالونکي غوښتی چې خلک پر حق ولاړ يو امت وګرځوي هرومرو به يې کړي وای، خو هغه دا نه غواړي، تل به هغوی پکښې اختلاف کوونکي وي د نفسي غوښتنې او سرکښۍ له امله.