او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته بېرته ګرځولى شي (د بنده ګانو) كار ټول، نو ته د ده عبادت كوه او په ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ هود ۱۱:۱۲۳ ⧉
تفسیر:
يوازې الله لره د هغو پټو پوهه ده چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم پټ ندي، يوازې هغه ته د قيامت د ورځې ټولې چارې ورګرځي؛ نو يوازې د هغه عبادت وکړه ای رسوله! په خپلو ټولو چارو کې پر هغه بروسه وکړه، ستا پالونکی له هغه څه بې پروا ندی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې ډېر پوه دی او ژر به هر چاته د هغه څه بدله ورکړي چې کړي يې دي.