Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 16 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 16
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول هود ۱۱:۱۶
تفسیر:
دغه کسان چې په داسې ناوړه هوډ سره متصف دي، هغوی لره د قيامت په ورځ له اور پرته چې ورننوځي به، بله هيڅ بدله نشته، له هغوی څخه يې د کړنو بدله ولاړه او کړنې يې له منځه تللې دي، ځکه له هغو(کړنو) مخکې يې نه ايمان لرلو او نه سم هوډ؛ نو پر هغو يې د الله خوښه او د آخرت کور نه غوښتلو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 15 راتلونکې هود • آیت 17