او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ هود ۱۱:۳۸ ⧉
تفسیر:
نوح عليه السلام د خپل پالونکي امر ومانه، د کښتۍ جوړول يې پيل کړل، هر ځلې به چې د قوم لويان او سرداران يې پرې تېرېدل ملندې به يې پرې وهلې، د کښتۍ جوړولو له امله يې، حال دا چې په ځمکه کې يې نه اوبه شته او نه نهرونه، خو کله چې د هغوی ملنډې وهل زيات شول؛ نو ورته يې وويل: که نن ورځ تاسو ای اشرافو! پر موږ ملنډې وهئ چې کښتۍ جوړوو، خو موږ به ستاسو د ناپوهۍ له امله پرتاسو ملنډې وهو کله چې مو امر د ډوبېدو وشي.