دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه ته په دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى هود ۱۱:۴۹ ⧉
تفسیر:
د نوح عليه السلام دغه کيسه د پټو(غیبو) له خبرونو څخه ده ای رسوله! له دغې وحې مخکې چې موږ درته کړې ده نه ته پرې پوهېدې او نه دې قوم پرې پوهېده؛ نو د قوم پر کړاو او د هغوی پر درواغ ګڼلو دې له زغم څخه کار واخله لکه نوح عليه السلام چې زغم کړی و، بېشکه مرسته او برلاسي هغه چا لره دي چې د الله حکمونه مني او له نواهيو څخه يې ځانونه ساتي.