Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 82 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ 82
ترجمه:
نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو هود ۱۱:۸۲
تفسیر:
کله چې د لوط عليه السلام د قوم د تباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راغله، د هغوی د کليو لوړه خوا مو ښکته وګرځوله په پورته کولو اوپر هغوی د سرچپه کولو سره، او پر هغوی مو د سختې خټې يو په بل پسې پاس د پاسه کتار ډبرې و اورولې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 81 راتلونکې هود • آیت 83