Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 91 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 91 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ 91
ترجمه:
دوى وویل: اى شعیبه! مونږ په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى (چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به ته خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې هود ۱۱:۹۱
تفسیر:
د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! موږ په هغه څه ډېر نه پوهېږو چې تا راوړي دي، موږ دې په خپلو منځو کې کمزوری وينو، ځکه سترګو ته دې کمزوري يا ړوندوالی رسېدلی، که چېرې ستا قبيله زموږ پر ملت نه وای، هرومرو به مو په ډبرو وېشتلو وژلی وای، ته راته ګران نه يې چې له وژلو دې و ډار شو، موږ ستا وژل يوازې ستا قبيلې ته د درناوي له امله پرېښې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 90 راتلونکې هود • آیت 92