Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 15 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 15
ترجمه:
نو كله چې دوى هغه بوته او په دې يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده (یوسف) ته وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې) یوسف ۱۲:۱۵
تفسیر:
نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او د څاه تل ته د غورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا د خبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 14 راتلونکې یوسف • آیت 16