Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 46 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ 46
ترجمه:
اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم د دې لپاره چې هغوى پوه شي یوسف ۱۲:۴۶
تفسیر:
کله چې ژغورل شوی شخص يوسف عليه السلام ته راورسېدی ورته ويې ويل: ای ملګريه يوسفه! له هغه تعبير نه مې خبر کړه چې څوک په خوب وويني اوه چاغې غواوې چې اوه ډنګرې غواوې يې خوري او ويني اوه شنه وږي او اوه وچ وږي ويني، کېدای شي زه پاچا او له هغه سره خلکو ته ورشم کېدای شي هغوی د پاچا د خوب په تعبير پوه شي او ستا په فضيلت او مرتبه پوه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 45 راتلونکې یوسف • آیت 47