Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 50 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ 50
ترجمه:
او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى په مكر او چل ښه پوه دى یوسف ۱۲:۵۰
تفسیر:
پاچا يې خپلو مرستندويانو ته هغه مهال وويل چې د خوب تعبير يې د يوسف عليه السلام لخوا ورته ورسېدی، هغه له بندخونې راوباسئ، ماته يې راولئ، خو کله چې يوسف عليه السلام ته د پاچا استازی راغی ورته يې وويل: خپل سردار پاچا ته دې ورشه، د هغو ښځو د کيسې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې لاسونه يې زخمي کړي وو، بېشکه زما پالونکی د هغوی لخوا زما په تېراېستنه ښه پوه دی پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 49 راتلونکې یوسف • آیت 51