دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي) یوسف ۱۲:۵۲ ⧉
تفسیر:
د عزيز مېرمنې وويل: يوسف دې پوه شي چې کله ما اقرار وکړ چې زه هغه څوک وم چې له هغه مې ناروا غوښتنه وکړه، هغه رېښتونی دی، ما د هغه په نشتون کې پرې تور ندی لګولی، بېشکه ماته له هغه څه چې وشول څرګنده شوه چې الله هغه چا ته توفيق نه ورکوي چې درواغ وايي او دوکه کوي.