Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 54 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ 54
ترجمه:
او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خالص كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل: بېشكه ته نن ورځ زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) امانتګر يې یوسف ۱۲:۵۴
تفسیر:
پاچا هغه مهال چې د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې د ځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې د مرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 53 راتلونکې یوسف • آیت 55