Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 56 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ 56
ترجمه:
او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې اقتدار وركړ، چې په دې (ځمكه) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه، مونږ خپل رحمت رسوو چا ته چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو یوسف ۱۲:۵۶
تفسیر:
لکه څرنګه مو چې د يوسف په بې ګناهۍ او له زندانه په خلاصون احسان وکړ، پر هغه مو په مصر کې د ځای په ورکړه احسان وکړ، هر چېرې چې وغواړي تګ راتګ کوي؛ موږ چې له خپلو بندګانو چاته په دنيا کې وغواړو خپله لورېينه ورکوو، د نېکانو بدله نه ضايع کوو، بلکې هغه ته يې پرته له کمښته ورپوره کوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 55 راتلونکې یوسف • آیت 57