Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 70 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ 70
ترجمه:
نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو خامخا غله یئ یوسف ۱۲:۷۰
تفسیر:
کله چې يوسف خپلو خادمانو ته د خپلو وروڼو پر اوښانو د خوراکي توکو بارولو امر وکړ، د پاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله د خپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره د هغه د پاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله د بار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 69 راتلونکې یوسف • آیت 71