هغوى وویل: قسم په الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو غله نه یو یوسف ۱۲:۷۳ ⧉
تفسیر:
د يوسف وروڼو ورته وويل: په الله قسم تاسو ته زموږ پاکي او بېزاري درمعلومه ده، لکه زموږ حالت مو چې وليدی، موږ مصر ته نه يو راغلي چې درغلي پکښې وکړو او نه په خپل ژوند کې غله وو.