Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 79 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ 79
ترجمه:
هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ (بل څوك) ونیسو، غير له هغه كس نه چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو یوسف ۱۲:۷۹
تفسیر:
يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې د ظالم د ګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه ته سزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 78 راتلونکې یوسف • آیت 80