Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 83 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 83
ترجمه:
هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى یوسف ۱۲:۸۳
تفسیر:
پلار يې ورته وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې بيان کړه، چې هغه غلا کړې ده، بلکې نفسونو مو دا خبره درته ښايسته کړې چې دوکه ورسره وکړئ لکه مخکې مو چې د هغه له ورور يوسف سره کړې وه؛ نو زما صبر ښکلی صبر دی چې له الله پرته بل چا ته پکې شکایت نشته، ژر به الله هغوی ټول ماته راوګرځوي: يوسف، سکه ورور يې او د هغوی دواړو مشر ورور، بېشکه هغه سپېحلی ذات زما په حال ښه پوه دی، زما د امر په تدبير کې حکيم دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 82 راتلونکې یوسف • آیت 84