هغوى وویل: ایا یقینًا ته چې يې، په رښتیا هم ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه شان دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي یوسف ۱۲:۹۰ ⧉
تفسیر:
هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې.