Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 96 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 96
ترجمه:
نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده په مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده۔، هغه (یعقوب) وویل: ایا ماتاسو ته نه و ویلي؟ بېشكه زه (د الله په ښودنې سره) په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ یوسف ۱۲:۹۶
تفسیر:
کله چې دهغه څه خبر ورکوونکی راغی چې يعقوب يې خوشحالوی، د يوسف کميس يې د هغه پر مخ واچوی؛ نو هغه ليدونکی شو، په دغه وخت کې يې خپلو زامنو ته وويل: آيا ما نه درته ويل چې زه د الله له لورېينې او ښېګڼې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 95 راتلونکې یوسف • آیت 97