د ده لپاره له مخې نه او د ده له شا نه نوبت په نوبت یو د بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي۔، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله په یو قوم د بدۍ اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته الرعد ۱۳:۱۱ ⧉
تفسیر:
هغه پاک ذات لره داسې پرېښتې دي چې ځينې يې په ځينو پسې د انسان پسې کيږي؛ نو ځينې يې د شپې ورته راځي او ځينې د ورځې، د الله په امر انسان له ټولو هغو شيانو ساتي چې الله له هغو خونديتوب ورته ليکلی، ويناوې او کړنې يې ليکي، بېشکه الله د هيڅ قوم ښه حالت په بل حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه د شکر له حالت څخه بدل نکړي، کله چې الله پاک د کوم قوم د تباهۍ اراده وکړي؛ نو د هغه څه مخ نيوونکی نشته چې اراده يې کړې ده، تاسو لره ای خلکو! له الله پرته سرپرست نشته چې ستاسو د چارو سرپرستي وکړي؛ چې پناه وروړئ د هغه کړاو په مخنيوي کې چې درته رسېدلی وي.