Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 32 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ 32
ترجمه:
او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟ الرعد ۱۳:۳۲
تفسیر:
ته لومړی هغه رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی او ملنډې يې پرې وهلې دي، بېشکه له تا مخکې ای رسوله! امتونو پر خپلو رسولانو ملنډې وهلي دي او درواغجن يې ګڼلي دي، خو ما هغو کسانو ته چې پر خپلو رسولانو يې کفر کړی، مهلت ورکړی، تر دې چې هغوی دا ګومان وکړ چې زه يې تباه کوونکی نه يم، بيا وروسته له مهلته مې په ډول ډول سزاوو ونيول؛ نو هغوی لره دې زما سزا څنګه وليده؟ بېشکه سخته سزا وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 31 راتلونکې الرعد • آیت 33