Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الرعد — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

الرعد • آیت نمبر 38 (ټولې 43 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً ۚ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ 38
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى الرعد ۱۳:۳۸
تفسیر:
له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو د ټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ د رسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله د هغې د راوړلو اجازه وکړي، د هر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 37 راتلونکې الرعد • آیت 39