Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 1 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


الر ۚ كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ 1
ترجمه:
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته ابراهیم ۱۴:۱
تفسیر:
(الر) د دغه ډول تورو په اړه خبره د بقرې سورت په پيل کې تېره شوه، دغه قرآن اې رسوله چې تاته مو نازل کړی دی، ترڅو خلک له کفر، ناپوهۍ او لار ورکۍ څخه ايمان، پوهې او لارښوونې ته د الله تعالی په اراده او د هغه په مرسته د اسلام هغه دين ته را وباسې چې هغه د داسې برلاسي الله لار ده پر کوم چې هيڅوک نه شي برلاسی کېدلای چې هغه په هر څه کې ستايل شوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الرعد • آیت 43 راتلونکې ابراهیم • آیت 2