او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى ابراهیم ۱۴:۳۴ ⧉
تفسیر:
او ټول هغه څه يې درکړل چې غوښتي مو وو او هغه څه چې غوښتي مو نه وو، که چېرې د الله نعمتونه وشمېرئ د هغو پر شمېر به ونه توانېږئ، د زياتوالي او بېلابېلوالي له امله يې، کوم چې يې تاسوته يادکړل، دا يې څو نمونې دي، بېشکه انسان پر ځان زيات ظلم کوونکی، د الله -چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی - له نعمتونو زيات نټه کوونکی دی.