Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 52 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


هَٰذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ 52
ترجمه:
دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق ووېرول شي او د دې لپاره چې دوى په دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي ابراهیم ۱۴:۵۲
تفسیر:
دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د الله لخوا خلکو ته يو اعلان دی، له هغې وېرونې او سخت وعيد څخه دې ووېريږي چې پکې دي او پوه دې شي چې په حقه معبود يوازې الله دی؛ نو د هغه عبادت دې وکړي له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي، د سالمو عقلونو څښتنان دې له دې پند او عبرت واخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له نصيحتونو او پندونو ګټه پورته کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 51 راتلونکې الحجر • آیت 1