ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه منكر دي او دوى تكبر كوونكي دي النحل ۱۶:۲۲ ⧉
تفسیر:
حقدار د بندګۍ ستاسې په حق سره هغه یو معبود دی چې هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، او هغه کسان چې ایمان نه راوړي په دویم ځل راژوندي کیدلو د بدلې لپاره، زړونه د دوی انکار کوونکي دي د الله تعالی یووالي لره ځکه چې دوی ویره نه لري، نو دا ایمان نه لري په حساب کتاب او نه په سزا باندې، او دوی لویي کوونکي دي حق نه قبلوي، او نه ورته غاړه ږدي.