Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 25 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۙ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ 25
ترجمه:
د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي النحل ۱۶:۲۵
تفسیر:
نو عاقبت د دوی د اخري انجام به دا شي چې بار به کړي ګناهونه خپل پغیر له کمي نه، او بار به کړي د بعضې د ګناهونو د هغو کسانو نه چې دوی بې لارې کړي د اسلام دین نه د ناپوهۍ او تقلید د وجې نه، نو څومره زیات دی بدوالی د هغو بارولو د ګناهونو خپلو او د ګناهونو د خپلو پیرویانو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 24 راتلونکې النحل • آیت 26