Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 31 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ 31
ترجمه:
چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي النحل ۱۶:۳۱
تفسیر:
جنتونه د اوسیدلو او د ارامتیا دي دوی به ورته ورننوځي، بهیږي به لاندې د ماڼیو او د ونو د هغو ویالې، دوی لره به په دې جنتونو کې هغه څه وي چې د دوی نفسونه يې غواړي د خوراکونو او څښاک او نورو شیانو څخه، او د دې بدلې په شان چې الله تعالی يې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت څخه متقیانو ته ورکوي د پخوانیو امتونو متقیانو ته به هم ورکولی شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 30 راتلونکې النحل • آیت 32