Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 33 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 33
ترجمه:
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى په خپلو ځانونو ظلم كاوه النحل ۱۶:۳۳
تفسیر:
انتظار نه کوي دا مشرکین دروغجن ګڼوونکي مګر د دې خبرې چې راشي دوی ته ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه د دوی د ساه ګانو د اخیستلو او د دوی د مخونو او شاګانو دوهلو لپاره، او یا راشي دوی ته د الله تعالی حکم په بیخ کندۍ کولو د دوی سره په عذاب باندې په دنیا کې؟ د دې کار په شان کار چې د مکې مشرکانو په مکه کې کاوه د دوی نه مخکې مشرکینو هم کاوه نو الله تعالی هغوی هلاک کړل، او په دوې يې ظلم نه و کړی کله چې يې هلاکول، بلکې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کاوه په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په الله تعالی باندې په کفر کولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 32 راتلونکې النحل • آیت 34