او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې وكړى شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدى النحل ۱۶:۴۱ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پریښودي يې دي خپل کورونه او خپلې کورنۍ او خپل مالونه او هجرت يې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وروسته د دې نه چې کافرانو ورته عذابونه ورکړي و او په دوی يې تنګسیا راوستلې وه خامخا به ورکړو مونږ دوی لره په دنیا کې داسې کور چې دوی به پکې عزتمند وي، او خامخا ثواب د اخرت ډیر لوی دی ځکه چې د هغه ثواب څخه جنت هم دی، که چیرته د هجرت نه پاتي کیدونکو ته د مهاجرینو ثواب معلوم وی نو هیڅکله به د هجرت څخه نه وی وروسته شوي.