او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې تاسو یئ چې نه پوهېږئ النحل ۱۶:۴۳ ⧉
تفسیر:
او مونږ نه دي لیږلي مخکې ستا نه -ای پیغمبره- مګر سړي د انسانانو نه وحي مو کوله هغوی ته، نو مونږ هیڅکله د ملاېیکو څخه پیغمبران نه دي لیږلي، او دا زمونږ همیشنۍ طریقه ده، او که چیرته تاسې د دې نه انکار کوئ نو بیا پوښتنه وکړئ د پخوانیو کتابونو والا نه تاسې ته به خبر درکړي چې بیشکه پیغمبران انسانان وو، او ملاېکې نه وې، که چیرته تاسې په دې نه پوهیږئ چې ګویا کې دوی انسانان وو.