ایا دوى هغه ته نه دي كتلي چې الله كوم شى پیدا كړى دى چې د هغه سیوري له ښي اړخ او چپو اړخونو نه ګرځي، چې الله ته سجده كوونكي دي، په داسې حال كې چې دوى عاجزي كوونكي دي النحل ۱۶:۴۸ ⧉
تفسیر:
او دا دروغجن ګڼوونکي خلک نه ګوري په کتلو د فکر سره د الله تعالی مخلوقاتو ته، چې اوړي سیوري د هغو ښی او چپ طرف ته د لمر د حرکت او د هغه د ورځې د تللو مطابق او د سپوږمۍ د حرکت مطابق د شپې له خوا، عاجزي کوونکي دي خپل رب ته سجده کوونکي دي هغه ته په حقیقي سجده کولو سره، او دا عاجزي کوونکي دي.