Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 59 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


يَتَوَارَىٰ مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 59
ترجمه:
له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي النحل ۱۶:۵۹
تفسیر:
پټیږي د خپل قوم نه د بد خبر له وجې نه چې دې ته پرې زیری ورکړی شوی د پیدایښت د لور نه، خپل ځان سره سوچ او فکر کوي: چې آیا وساتي دې لور لره سره د شرم او سر ټیټۍ نه او که یا يې ژوندۍ ښخه کړي، نو په خاورو کې به يې پټه کړي؟ څومره بده ده هغه فیصله چې دا مشرکین يې کوي، کله چې دوی د خپل رب لپاره د هغه څه فیصله کوي چې د خپل ځان لپاره يې بد ګڼي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 58 راتلونکې النحل • آیت 60