Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 62 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَىٰ ۖ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُمْ مُفْرَطُونَ 62
ترجمه:
او دوى د الله لپاره هغه څه ثابتوي چې (پخپله) يې بد ګڼي او د دوى ژبې دروغ بیانوي چې بېشكه د همدوى لپاره تر ټولو ښه حالت دى، حقیقت دا دى چې بېشكه د همدوى لپاره اور دى او بېشكه همدوى تر ټولو مخكې لېږدول شوي دي النحل ۱۶:۶۲
تفسیر:
او دوی جوړوي الله پاک لره هغه چې هغوی يې بد ګڼي نسبت د هغې خپلو ځانونو ته د لورګانو څخه، او د دوی ژبې په دروغو باندې بیان کوي داچې دوی لره د الله تعالی په نزد ښایسته مرتبې دي که چیرته دا صحیح شي چې دوی به خامخا بیرته راپورته کیږی لکه دوی چې وايې، خامخا دوی لره اور دی، او دوی خامخا پریښودونکي دي په دې اور کې، هیڅکله به د دې نشي راویستل کیدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 61 راتلونکې النحل • آیت 63