Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 64 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ ۙ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 64
ترجمه:
او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كړى دى۔ او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره چې ایمان لري النحل ۱۶:۶۴
تفسیر:
او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر د دې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي د توحید او د بیرته راژوندي کیدلو او د شریعت د احکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 63 راتلونکې النحل • آیت 65