Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 67 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 67 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 67
ترجمه:
او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي النحل ۱۶:۶۷
تفسیر:
او ستاسې لپاره پند او عبرت دی په هغه رزق کې چې مونږ يې تاسې ته درکوو د میوو د کجورو نه او د میوو د انګورو نه، نو تاسې جوړوئ د دې نه د نشې شیان چې عقل ختموي، او دا ښه کار نه دی، او تاسې جوړوئ د دې نه ښایسته خوراکونه چې تاسې پرې فایدې اخلئ لکه کجورې (خرما) او وڅکې (ممیز) او سرکه او شربتونه، یقینا په دې ذکر شوو شیانو کې خامخا دلیل دی د الله تعالی په قدرت او د هغه په انعام په خپلو بندګانو باندې د هغه قوم لپاره چې عقل لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې عبرت اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 66 راتلونکې النحل • آیت 68