Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 84 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 84 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ 84
ترجمه:
او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي النحل ۱۶:۸۴
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې الله تعالی به د هر امت نه د هغوی پیغمبر راپاڅوي کوم چې دوی ته لیږل شوي وو ګواهي به کوي په ایمان د مومنانو د دوی نه او په کفر د کافرانو د دوی نه، بیا وروسته د دې نه به کافرانو ته د بهانې کولو اجازه نه شي ورکول کیدلی د هغه کفر نه چې دوی پکې وو، او دنیا ته به هم نشي ورګرځیدلی چې داسې عملونه وکړي چې د دوی رب ترې راضي شي، نو پس اخرت کور د حساب دی نه د عمل کولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 83 راتلونکې النحل • آیت 85