او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنان یئ النحل ۱۶:۸۶ ⧉
تفسیر:
او کله چې مشرکین په اخرت کې خپل هغه معبودان وویني چې دوی يې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله دوی به ووائې: ای ربه! دا زمونږ هغه شریکان دي چې مونږ يې پرته له تا بندګي کوله، دوی دا ځکه وویل چې د خپلو ګناهونو پیټي پرې وربار کړي، نو الله تعالی به د دوی معبودان ګویا کړي، نو دوی ته به په جواب کې ووايې: بیشکه تاسې -ای مشرکینو- خامخا دروغجنان یاست په بندګۍ ستاسې کې په شرک کولو سره د الله تعالی سره، نو نشته د هغه سره څوک شریک چې بندګي يې وشي.