Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 110 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 110 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَٰنَ ۖ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا 110
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغه لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه الإسراء ۱۷:۱۱۰
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره- هغه چا ته چې انکار کوي په تا باندې ستا د دعا کولو په داسې وینا سره: (یاالله، یا رحمن): الله او رحمن دواړه د هغه پاک ذات نومونه دي نو راوبلئ الله تعالی په هر یو سره د دې نه او یا په نورو نومونو سره د هغه د نومونو څخه، نو دي هغه -پاک ذات- لره ښایسته ښایسته نومونه، او دا دواړه نومونه هم د هغو څخه دي، نو تاسې راوبلئ الله تعالی په دغو دوو نومونو سره او یا د هغه په نورو ښایسته نومونو سره، او اواز مه اوچتوه په قراءت سره په خپل لمانځه کې نو مشرکان به ستا اواز واوري، او ډیر پټ یې مه وایه نو بیا به یې مومنان نه اوري، او ولټوه د دې دواړو کارونو ترمنځ درمیانه لار.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 109 راتلونکې الإسراء • آیت 111